IQNA

سرمايه داری اقتصادو د خداے د موجوديت او دخالت د نفی د فلسفې په متن كښې بڼه ونيوه

21:29 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325871
اقتصادی ډله: په لويدیځه نړۍ كښې د ډئيزم له رواج نه پس ورو ورو عقيده له دې نه هم لرې كیږی او داسې ځاے ته رسیږی چې په تدريجی توګه د خداے پاك په نفی (د انكار يا لا ادری په شكل كښې) تمامیږی او په همداسې فلسفی فضاء كښې دی چې آدام اسميت چې د اقتصادی عليم پلار ورته ويل شوی دی زېږیږی او ودا پېدا كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې ((د قران له نظره اقتصادی نظام)) تر عنوان لاندې د اسلامی اقتصادو په حوزه كښې ((د قران شريف له نظره د اسلام د اقتصادی نظام فلسفی اصول)) په موضوع سره د نظر پردازۍ د غونډو د لړۍ دويمه غونډه د پرمختګ اسلامی – ايرانی بېلګې د عالی شورا د غړی او د اسلامی كلتور او تفكر د تحقيقاتی مركز د علمی كمېټۍ غړی حجت الاسلام والسلمين سيد حسېن مير معزی او د هېواد قرانی فعاليتونو د تنظيم مشراو د اېكنا خبری اېجنسۍ ډائرېكټر حجت الاسلام والسلمين تقوی او د رسنيو (مېډيا) يو شمېر خاوندانو په ګډون سره د غوئی د مياشتې په اتلسمه نېټه د هېواد د قرانی فعاليتونو د تنظيم د كانفرنس په هال كښې وشوه.
د دغه رپوټ له مخې حجت الاسلام مير معنوی وويل: په وړومبۍ ناسته كښې معلومه شوه چې د اسلام د اقتصادی نظام مقصد د توليد، تقسيم او مصرف په دريو ډګرونو كښې د غوره چلند د بېلګو يوه مجموعه ده چې د اقتصادی روابطو يعنې بازارونو، سامانونو، سرماې، عواملو او مالی روابطو د غوره بېلګو له لارې په خپلو كښې پېوند خوری.
هغۀ زياته كړه كه مونږ وغواړو چې په دغو دواړو نظامونو يعنې اسلام او سرمايه داری نظامونو كښې بنيادی فرقونو ته متوجه شو نو پكار دی جرړو ته یې ورسو او وګورو چې د دغو دواړو مكتبونو د فلسفی او مكتبی اصولو ترمېنځ څه فرقونه موجود دی او دغو فرقونو خپله په اقتصادی نظام كښې څه تاثير كړے دے.
هغۀ زياته كړه سوشلسټی او سرمايه داری اقتصادی نظامونو خپل فرض له دې څخه اخېستے دے چې په انسانی روابطو او د اقتصادی ښكارندو په تاثير او تاثراتو كښې خداے شتون نۀ لری او په دې بنياد یې په دغو روابطو كښې د خداے پاك له شتون او دخالت او د انسانی ټولنو په ودې او ترقۍ كښې د هغۀ له تاثير كونې څخه هیڅ شننه نه ده وړاندې كړې.
1005537
captcha