IQNA

((د اسلام او مسيحيت د تفاهم او همكارۍ امكانات)) كتاب خپور شو

21:48 - May 15, 2012
د خبر لمبر: 2326826
د كلتور او هنر ډله: ((د اسلام او مسيحيت د تفاهم او همكارۍ امكانات)) نومې كتاب د جرمنی ژبه چاپ او خپور شو
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې دغه كتاب د آسټريا په ويانا پوهنتون كښې د ٢٠٠٤ كال د نومبر په اولسمه نېټه د پروفېسر ډاكټر محمود زقزوق د له وېنا څخه اخېستے شوے او د مصر د عربی جمهوريت د دينی چارو د وزارت لخوا خپور شوے دے.
د دغه كتاب په باره كې په يو لنډ وضاحت كښې راغلی دی اسلام او مسيحيت د ماډرن دنيا په مشكلاتو باندې د پوهېدو او د هغو د اواری لپاره ترټولو ښۀ امكانات په اختيار كښې لری، نو په دې بنياد كولې شی په ګډه توګه او له خپلو اصولو څخه په استفادې سره د دغو مشكلاتو او مسائلو په اواری باندې لاس پورې كړی.
د وېلو ده چې دغه كتاب چې په قاهره كښې چاپ شوې دے همدا اوس په څلور يورو بيه د انټرنېټ له لارې اخېستل كېدې شی.
1008312
captcha