IQNA

په لبنان كې "اقرٲ باسم ربك" په عنوان سره د كتابونو نندارتون تر سره كیږی

8:06 - May 18, 2012
د خبر لمبر: 2328159
نړيواله ډله: د مئی په نولسمې نیټې د لبنان د جنوبی سيمو د ازادولو د كليزې په مناسبت سره په بنت جبيل ښار كې د "اقرٲ باسم ربك" په عنوان سره د كتابونو نندارتون تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز المنار یې نقلوی چې د كتابونو دې نندارتون پيل به د مئی د مياشتې له نولسمې نیټې چې لبنان د سويلی سيمو د ازادۍ دولسمې كليزې په مناسبت د بنت جبيل ښار په اهل بيت عليه السلام كمپلكس په كې كیږی چې دا نندارتون به 29 مئی پورې دوام ولری.
د ويلو ده چې د دې نندارتون په ترسر ه كولو كې د اسلامی تعليمی او تربيتی سنټر، مدارس المہدی﴿ع﴾ او د بنت جبيل ښار د ميونسپل كمیټۍ همكاری كوی.
دا نندارتون به د مئی په نولسمې نیټې د ځای وخت په مطابق سهار اته نيمې بجو د لبنان د ګوند پارليمانی كمیټۍ غړې سيد حسن فضل الله په څارنې كې خپل كار تر سره كوی او ماښام شپږ بجو پورې به جاری وی.
1009572
captcha