د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Ajib» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د فرانس ګونګيانو د خصوصی اسلامی انجمن او د دروس انجمن په همكارۍ سره د غبرګولی د مياشتې په پينځمه نېټه د بورژه ښار د الايمان جومات د جُمعې د نمانځه خطبې د اشارو په ژبه ترجمه كیږی.
له دغه اقدام څخه هدف د جمعې په نمانځه كښې پراخه ګډون ته د ګونګيانو هڅول او همدارنګ د اشارو په ژبه د خطبو د وړاندې كولو د ضرورت په اړه د هغوی د غوښتنې پوره كول بيان شوے دے.
د دغې طرحې مبتكرانو اميد څرګند كړ چې له مسجد الايمان نه پس به د نورو جوماتونو لپاره دغه پلان عملی شی او له دې لارې څخه به په جوماتونو كښې د ګونګيانو له زيات ګډون سره مرسته وكړی.
1011938