د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ژوند د چاپېريال د حفاظت د تنظيم د عمومی تعلقاتو په نقل سره رپوټ وركړ:محمد جواد محمدی زاده د قزاقستان په آستانه كښې د آېسسكو په پينځم كانفرنس كښې دې مطلب ته په اشارې سره وويل: د پائېدارې ترقۍ زياترو مفاهيمو په سوچه اسلامی كلتور كښې جرړه لرلې او په دې بيناد په اسلامی عقائدو باندې مبنی پائېدارې ترقۍ ته مخه كونه غېر اسلامی هېوادونو ته د وړاندې كولو لپاره يوه مناسبه نمونه كېدې شی. او په دې لاره كښې پكار دی د خېر ښیګړې، روغتيا، سلامتيا، خوراك، مكان، زدكړې او داسې نورو زمينو كښې د ټولو افرادو ضرروتونه پوره شی.
هغۀ وويل: په ايران كښې د اسلامی جمهوريت د معظم رهبر لخوا ٢٠٠٩ كال د مصرف د بېلګې د اصلاح د كال په توګه نومولے شوے ؤ او د سرچينو، سامانونو په تېره بيا د اوبو او انرجۍ د صحيح استعمال لپاره په سركاری او غېر سركاری برخو كښې ډېر مهم ګامونه اوچت كړې شول.
هغۀ زياته كړه: په دې حساس وخت كښې چې نړۍ د خپلو اقتصادو په نظم كښې د يو نوی سياست د غوره كولو په لور مخ په وړاندې ځی د دې خبرې ضرورت دے چې اسلامی هېوادونه د نړۍ د موجوده اقتصادی حالت په نظر كښې لرلو او خپلو اقتصادی حالاتو ته په پام سره د شين انقلاب له ټولو مثبتو خصوصيتونو سره سره د دې موضوع ټولې څرګندې او پټې زاویې په ملی او نړيوالو پرتلو كښې لا زياتې وڅېړی. او د يو واحد موقف په غوره كولو سره داسې عمل وكړی چې وكړې شی په دې زمينه كښې لازيات فرصتونه ولری او احتالی ګواښونه لږ تر لږه حد ته ورسوی.
1012164