IQNA

سعودی عربستان د ايرانيانو د حج د ادا كولو لپاره مخنيوونكی شرطونه نۀ دی وضع كړی

23:16 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2332023
د سلامتيا ډله: د سرې مياشتې د انجمن د طبی مركز د حج او عمرې مرستيال وويل: په ايران په لهاسا تبه باندې د ايرانيانو د اخته كېدو په حقله د هیڅ رسمی شمېرنو رپوټ نۀ دے خپور شوے او سعودی عرب هم د ايرانيانو د حج د ادا كولو لپاره څه مخنيوونكی شرائط نۀ دی وضع كړی.
د سرې مياشتې د انجمن د طبی مركز د حج او عمرې مرستيال وليد دنده بر د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې دې مطلب ته په اشارې سره وويل: له دې امله چې د روغتيا وزارت په رسمی مبدا په توګه په لهاسا تبې باندې دايرانيانو له اخته كېدو څخه د هیڅ ډلو بيماريو رسمی اعلان نه دےكړے سعودی عرب هم د ايرانيانو د حج د ادائېګۍ لپاره مخنيوونكی شرائط نۀ دی غوره كړی.
دنده بر د دغې بيمارۍ تاريخچې ته په اشارې سره وويل: لهاسا تبه په اول ځل په ١٩٦٩ كال كښې په نائجېريه كښې په لهاسا نومې ښار كښې وپېژندلې شو چې يوه وائرس لرونكې بيماری ده چې د حېوان او انسان د تنفس او هاضمې له سسټمونو څخه منتقلیږی او د وينې بهيدونكی تبو له ډول څخه دی.
هغۀ وويل چې په داسې حال كښې چې د دغې بيمارۍ وېكسين د تحقيق او مطالعې په مرحله كښې دی په دغه بيمارۍ باندې له اخته كېدو څخه د مخنيوی لپاره د روغتيائی ټكو خيال ساتل ضرور دی.
د ويلو ده چې د سعودی عرب د جدې د نړيوال هوائی ډګر په طبی چارو باندې د څارونكی مركز ډائرېكټر عبدالغنی المالكی په قول د نړيوالې روغتيا تنظيم د دغه هېواد مسئولانو ته اطلاع وركړې ده چې د نړۍ پنځوس هېوادونه د لهاسا تبې او د مسری عفونی بيماريو په شتون باندې مشكوك دی او په همدې خاطرسعودی عربستان د دغو پنځوسو هېوادنو د حاجيانو لپاره مخنيوونكی شرطونه وضع كړی دی.
1013305
captcha