د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اردن چاپ ((الرای)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: دغه مظاهرې د اردن د اسلامی غورځنګ، د اصلاح ولسی ډلې،د ځوانانو غورځنګونو او د دغه هېواد د قبائېلی ډلو په دعوت د اردن د پاېيتخت ((امان)) د ښار د ((الحسينی)) جومات مخې ته په مظاهرو لاس پورې كړ.
په دغو مظاهرو كښې د اسلامی غورځنګو مشرانو،ځينو قبائيلی لوړرتبه شخصيتونو ګډون لرۀ. مظاهرينو په اردن كښې د سياسی اصلاحاتو د ترسره كولو په ضرورت باندې پخلے وكړ. مظاهره كوونكو همدارنګ د اردن د پارلېمان د تلفيق كولو او نوی اساسی قانونو د تصويبولو چې د دغه هېواد د اوسېدونكو د ټولو ضرورتونو او غوښتنو ځواب ويونكے وی غوښتنه وكړه.
مظاهره كوونكو د اردن د امنيتی ځواكونو لخوا د سخت كنټرول او امنيتی تدابيرو تر لاندې مظاهرې وكړې.چې په النخيل مېدان كښې یې د يو لړ خصوصی مراسمو په ترسره كولو خپلو مظاهرو ته خاتمه وركړه. په دغو مراسمو كښې د اردن د اسلامی ګوندونو نمائندګانو مظاهره كوونكو ته وېناګانې وكړې.
1016783