د اسلامی طب محقق سيد علی مظفر پور د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب ته په اشارې سره وويل: اسلامی طب هغه طب دے چې د اسلامی نړۍ كتنې په ستنو یې بنياد اېښودے شوے دے او د علاج معالجې د كړچار د طريقو او روشونو پراختيا یې له قران شريف ، وحی، دينی سرچينو او د محمد (ص) و آل محمد (ص) له احاديثو څخه سرچينه اخېستې ده او د اسلامی حكماؤ تجربې او پوهې یې په پېړيو په اوږدو كښې په غنی توب كښې اضافه كړې ده.
هغۀ د لويدیځ طب او اسلامی طب فرقونو ته په اشارې سره وويل: انسان محوری، مطلقه او مادی تجربه پالنه، په غېب لد انسان ته د خداے پاك د تخليق او جاودانګۍ د صفاتو په عموميت بخښلو باندې نه ايمان د دغو دواړو طبونوله فرقونو څخه دی چې له موجودو بيماريو او مشكلاتو سره د مخامخېدنې په زياترو مواردو كښې د لويدیځ د طب ناكامی ښودلې ده.
هغۀ د اسلامی طب خصوصيتونو ته په اشارې سره چې د الهی نړۍ كتنې په ستنو باندې یې بيناد اېښودے شوے دے وويل: اسلامی طب چې د لويدیځ طب مناسب بديل دےد ټولو اسبابو علت او ریښه په خداے پاك په ذات او د هغۀ په خوښه كښې خلاصه كوی او كه څه هم مادی علت نۀ ردوی خو علت العلل یې الهی مركز بولی چې په دې قادر دے چې پېدا كړی ، ووژنی، بيمار كړ او شفا وبخښی.
هغۀ زياته كړه مسلمان طبيبان چې د اسلامی طب په مكتب كښې یې روزنه شوې ده په داسې مواردو كښې چې له مشكل سره مخامخ شی نو خداے پاك دشفا سرچينه ګڼی او نااميده كیږی نه بلكې له حقيقی قدرت څخه په استمداد سره له بيمارانو سره مرسته كوی چې له بيماريو سره د مبارزې لپاره كوشش وكړی.
هغۀ په اخېر كښې د دې طرز فكر په مردود ګڼلو سره چې د اسلامی طب معجزه كوی او په دې قادر دے چې د ټولو بيماريو معالجه وكړی وويل: د فكر دا طرز اشتباه دے او په ټولنه كښې يو بې ځايه اميد پېدا كوی او پكار نۀ دی اسلامی طب داسې مقدس طب وبللې شی چې د ودې او ترقۍ امكان نۀ لری او تكامل یې امكان نه لرونكے دے بلكې دغه طب هم د اسلامی نړۍ كتنې په ستنو باندې بنياد اېښودې شوے دے دتكامل او پرمختګ قابليت لری.
1014878