د سلامتيا ډله: د قران حديثواو طبب د علومو د مركز مشر د دې په بيانولو سره چې د اهلبېتو له پاكو امامانو عليهم السلام څخه څه د پاسه يولس زره طبی روايتونه موجود دی څرګنده كړه: له دغه شمېر نه د تكراری او غېر قابل استناد روايتونو د شمېر په كمولو سره د امامانو لخو لاروښونه شوی څلور زره طبی روايتونه باقی پاتې دی.
د قران، حديثو او طب د علومو د تحقيقاتی مركز مشر محمد مهدی اصفهانی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه د خوراكی موادو په مصرف كښې مېنځ لاريتوب تاثير ته اشاره وكړ او زياته یې كړه د خواركی موادو په استعمال كښې د اعتدال په تاثير باندې ګڼ شمېر روايتونو تاكيد لرلے او د نړۍ نننی علم هم په په دې چاره باندې تاكيد كړے دے، نو ځكه د زياترو بيماريو علاج په معالجې باندې له لاس پورې كولو نه مخكښې د ورزن تنظيمولو او اكمول او طبيعی وزن ته رسېدل دی.
په قران شريف كښې فرمايل شوی دی چې هغه څيزونه چې مونږ حلال كړی دی په ځانونو باندې مۀ حراموئ او پاك خوراكو په ځان باندې حرام نۀ كړ نو ځكه سپارښتنه په دې باندې ده چې په هر موسم او هره موقع باندې له پاكو او سازګارو ميوو، سبزيانو او خوراكونو څخه چې خداے پاك پېدا كړی دی استفاده وشی.
هغۀ زياته كړه: چې د اهلبېتو له پاكو امامانو عليهم السلام څخه څه د پاسه يولس زره طبی روايتونه موجود دی له دغه شمېر نه د تكراری او غېر قابل استناد روايتونو د شمېر په كمولو سره د امامانو لخو لاروښونه شوی څلور زره طبی روايتونه باقی پاتې دی.
1017593