IQNA

په افغانستان كښې د ((الهدی)) د نمايندګۍ په ودانۍ كښې د بيارغاونې او مرمت كار وشو

21:01 - May 28, 2012
د خبر لمبر: 2336359
د كلتور او هنر ډله: په كابل ښار كښې د فرهنګی، هنری او د بين المللی انتشاراتو او خپرونو د مؤسسې د نمايندګۍ په ودانۍ كښې د بيارغاونې او مرمت كار وشو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نمايندګی چې له ١٣٨٢ هجری شمسی كال څخه ئې په افغانستان كښې كار پيل كړے دے، د خپلې اوسنۍ ودانۍ د مرمت كولو نه علاوه به د كابل په پوهنتون كښې يوه بله څانګه هم پرانزی.
د الهدی نومې بين المللی مؤسسې نمايندګۍ تراوسه پورې په افغانستان كښې له ١٢ عنوانونو نه زيات كتابونه چاپ كړی دی او د ايرانی ناشرانو د نورو آثارو په ويشلو كښې ئې هم همكاری كړې ده چې له هغو څخه د د سمت د انتشاراتو د مؤسسې د آثارو پراخ ويش ته اشاره كوې شو.
د افغانستان د ناشرانو د اتحادئې د رئيس په ويناد افغانستان د اړتيا وړ مكتوبو آثارو ٩٨ فيصده د ايرانی ناشرانو د توليداتو له مينځه تامنیږی. 1017621

captcha