IQNA

طلبه دې د امام هادی (ع) په لازيات معرفی كولو سره د اهل بيتو(ع) د سپكاوی كونكو مقابله وكړی

16:03 - May 29, 2012
د خبر لمبر: 2337142
د علميه حوزې ډله: د امام هادی (ع) د مقدس ساحت د وروستی سپكاوی په وجه دې طالب علمان او روحانيو او عالمان د دغه بزرګواره امام په لازياتې معرفۍ سره د اهل بيتو (ع) د سپكاوی كونكو سره جنګ او مقابلې ته راپاڅی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: آيت الله مكارم شيرازی وړمه ورځ ماښام د قم ښار په اميرالمؤمنين (ع) نومې مدرسې د قرآنی علومو او تفسير د تخصصی مركز د رئيس د هركلی او معرفی كولو په مراسمو كښې ووئيل: د امام هادی (ع) د مقدس ساحت د وروستی سپكاوی په وجه دې طالب علمان او روحانيو او عالمان د دغه بزرګواره امام په لازياتې معرفۍ سره د اهل بيتو (ع) د سپكاوی كونكو سره جنګ او مقابلې ته راپاڅی.
د قرآن دغه مفسر څرګنده كړه: امام هادی (ع) فرمائيلی دی: «الدُّنْيا سُوقٌ رَبِحَ فيها قَوْمٌ وَ خَسِرَ آخَرُونَ» يعنې دنيا يوداسې بازار دے چې يوه ډله خلك ورته راغلی دی او ګټه ئې كړې ده او يوه ډله نورو هم تاوان كړے دے.
آيت الله العظمی مكارم شيرازی په دې بيان سره ځې د قرآن كريم په آيتونو كښې د دنيا مثال په مختلفو عبارتونو سره وركړې شوے دے، ووئيل: په پاسنی حديث كښې د امام هادی (ع) تشبيه ډيره د غور وړ ده، بازار يوداسې ځائې دے چې انسان پكښې تجارت او راكړه وركړه كوی او ګټه ترلاسه كوی او دغه ګټه په يوبل ځائې كښې لګوی څو د ځان لپاره يو آبرومند ژوند برابر كړی.
دوی په دوام كښې ووئيل: د هغه بزرګواره امام (ع) په وينا، دنيا د پاتې كيدو ځائې نه دے او د بازار په شان ځائې دے، انسان دغه بازار ته راځی، سرمايه او پانګه راوړی او په هغې پانګې باندې د خپلې خوښې څيز اخلی، په دغه بازار كښې ډير زيات شيطانان دی چې خلك غولوی.
آيت الله العظمی مكارم شيرازی زياته كړه: داسې كسان هم شته چې صحيح معامله او راكړه وركړه كوی، خپله پانګه او سرمايه راوړی او سوچه او اصلی ګوهرونه او ملغلرې له بازاره وړی، نو بس وئيلې شو چې د دنيا په بازار كښې د انسان سرمايه او پانګه عمر، عقل او هوښيارتيا ده، كه دغه سرمايه او پانګه په شهواتو او عبسو خيالونو باندې ولګوو او د داسې چټی چارو معامله وكړو چې د هغوی هیڅ مثبت اثر باقی نه پاتې كیږی، نو دغه چاره زمونږ د عمر او ژوند دښمنه كيدې شی. 1018259
captcha