IQNA

د ((مهد)) كليسا نوم دې د فلسطين د فرهنګی او كلتوری ميراث په لړليك كښې راشی

23:54 - June 16, 2012
د خبر لمبر: 2348030
بين المللی ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) يونسكو ته په خطاب كښې د يوې بيانیې په صادرولو سره د فلسطين د كلتوری ميراث په ليسټ كښې د مهد نومې كليسا د نوم د ځائې كولو غوښتنه وكړه.
د «CPI» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فلسطين د اسلامی او مسيحی فرهنګی ميراث د لوټولو لپاره د صهيونسټی رژيم د هڅې نه وروسته د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د ملګرو ملتو د آموزشی، علمی و كلتوری سازمان يونيسكو نه وغوښتل چې د فلسطين د لرغونو آثارو په ليسټ كښې د مهد كليسا له ثبتولو د مخه نيولو لپاره د دغه رژيم د دسيسو سره مقابله وكړی.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې څرګندونه شوې ده: مونږ د حماس غورځنګ د غړيو په توګه د يونيسكو له نړيوال سازمان څخه غواړو چې د صهيونيسټی رژيم د توطئه لرونكو كوششونو سره مقابله وكړی، د هغو كوششونو سره چې د قدس د نيواكګر رژيم د اصلی څيرې ښودونكی دی. دغه رژيم د قدس شريف يهودی كولو او د دغه ښار د اسلامی او عيسای آثارو د له منځه وړلو كار چټك كړے دے او د ديوال په جوړولو او د جداسازۍ د سياست په اعمالولو سره ئې مهمد نومې كليسا كلابنده كړې ده. 1030746


captcha