IQNA

د پرمختګ او رغاونې په لاره كښې د خپلواكو او عدالت غواړو هيوادونو د پيوستون لازموالے

23:50 - June 20, 2012
د خبر لمبر: 2351109
سياسی ډله: محموداحمدی نژاد دې ټكی ته په اشارې سره چې عدالت غواړی، آزادی غوښتونكی او د امپرياليسټۍ خلاف حكومتونه او ولسونه پكار دی د استكباری قدرتونو د دباؤنو او زياته غوښتنو په وړاندې د يوبل ترڅنګ وی او خپل ټول توان او وړتياوې دې د يوبل د پرمختګ او پراختيا په لاره كښې استعمال كړی، د تهران او لاپاز ترمينځ د هراړخيزو مناسباتو او اړيكو په پراختيا باندې ټينګار وكړ.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: محموداحمدی نژاد پرون بوليوی هيواد ته په سفر او د لوړرتبه پلاويو په ګډو مذاكراتو كښې د دې ټكی په بيانولو سره چې دواړه هيوادونه داسې ولسونه لری چې عدالت، آزادۍ او د خپلو حقوقو پوره كيدو ته د رسيدو لپاره د مستكبرو او ظالمو قدرتونو د دباؤنو په وړاندې مقابله كوی، څرګنده كړه: په داسې شرايطو او حالاتو كښې چې سلطه ګرو او زياته غوښتونكو ټول فرصتونه او وسائل د عدالت او آزادی غواړو ولسونو پرخلاف كارولی دی، پكار دی له مخكښې نه زيات د يوبل ترڅنګ ودریږو ځكه چې سره يوځائې كيدل به په حقيقت كښې زمونږ توان او وړتياوې څوبرابره كړی.
ولسمشر دې ټكی ته په اشاره سره چې د ايران او بوليوی ترمينځ د زياتې جغرافيائی فاصلې او واټن باوجود د دواړو هيوادونو د ولسونو زړونه يوځائې دی او په يوه جبهه كښې دی، ووئيل: د ايران اسلامی جمهوريت د بوليوی پرمختګ د خپل پرمختګ په لاره كښې بولی او په ټول توان سره به په مختلفو برخو كښې د دواړو هيوادونو د روابطو د پراختيا حمايت وكړی. 1033883

captcha