د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د مركزی ايشيا د څانګې د رپورټ له مخې: د تاجكستان مفتی د تير زيارت يا پنجشنبې په ورځ په هغو ويناؤ كښې چې د تاجكستان د مهاجرتی خدماتو، د دولت د دينی چارو د كمیټې او د دغه هيواد د اسلامی مركز د مسئولانو او كاركونكو سره په كتنه كښې ئې وكړې، پردې موضوع باندې ټينګار وكړ.
دوی څرګنده كړه: دكار لپاره مهاجر او مسافر شوی تاجكانو ته نه دی پكار چې د خپلې كورنۍ، ښځې، بچيو او د مورپلار په وړاندې خپل مسئوليت هير كړی بلكې پكار دی د هغو سره د دوامدارې اړيكې په ساتلو سره د خپلې كورنۍ د سوكالتيا او د ټولنيزو مسائلو په زمينه كښې كوشش كونكی واوسی.
د دغې كتنې په پائې كښې د مهاجرت د خدماتو، د دينی چارو د كمیټې او د تاجكستان د اسلامی مركز ترمينځ د همكاريو درې اړخيز موافقه ليك لاس ليك شو. 1036270