د قرآن كريم حافظ او د ايران د محصلينو د قرآن د ملی فيسټيوال ګټونكی حسن فراهانی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د قرآن كريم د نړيوالو مقابلو د ٢٩ دورې په هكله څرګنده كړه: د دې دورې د قرآنی سياليو سطحه پكار دی د ټول قرآن د حفظ او د قرائت په دوو برخو كښې وجاجوله شی.
دۀ په دوام كښې ووئيل: زما په اند د قرآن بين المللی مقابلې د متوسطې سطحې لرونكې دی او په مختلفو كلونو كښې كه چيرې له ځينو هيوادونو څخه هغه تكړه او مشهور حافظان او قاريان چې ښه سبك لری، په دغو مقابلو كښې شتون ولری نو د سياليو كچه لوړیږی او كه چيرې شتون ونلری نو په همهغې متوسطې سطحې كښې پاتې كیږی.
دۀ څرګنده كړه: په تيره دوره كښې له مصر، انډونيشيا او بنګله ديش څخه د يوشمير ښو استازو د شتون په خاطر د سياليو سطحه لوړه شوه او په فائنل مرحله كښې ډيره سخته مقابله او سيالی وشوه. د سياليو او مقابلو په دې دوره كښې د ايران نماينده يو ډير ښه قاری وو او د مصری قاری نه علاوه نورو هيوادونو خپل د وړومبی نمبر قاريان دغو مقابلو ته راونه لیږل. 1041882