IQNA

امين پويا د ملائيشيا په قرآنی سياليو كښې د ايران د استازی په توګه معرفی شو

23:40 - July 03, 2012
د خبر لمبر: 2360466
د قرآنی فعاليتونو ډله: د ١٣٩٠هجری شمسی كال د قرآن په سراسری مقابلو كښې د قرائت د څانګې دويم نمبر كس امين پويا د ملائيشيا د قرآن د بين المللی مقابلو په ٥٤ دوره كښې د ايران د نماينده په توګه معرفی شو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ١٣٩٠هجری شمسی كال د قرآن په سراسری مقابلو كښې د قرائت د څانګې دويم نمبر كس امين پويا د ملائيشيا د قرآن د بين المللی مقابلو په ٥٤ دوره كښې د ايران د نماينده په توګه معرفی شو.
د ملائيشيا د قرآن بين المللی مقابلې چې په اسلامی نړۍ كښې د قرآن د ترټولو پخوانيو مقابلو په توګه ګڼل كیږی، د روان كال د روانې چنګاښ مياشتې له ١٦نیټې څخه د ٨ ورځو په موده او له مختلفو هيوادونو كښې د يوشمير ګډون كونكو په شتون سره جوړيدونكې دی. 1043841

captcha