د اماراتو چاپ البيان ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دبئ د قرآن د بين المللی مقابلو ترسره كونكې كمیټې په حاضرحال كښې د دغو سياليو د ١٦دورې د ترسره كولو په موخه لازم اقدامات ترسره كړی دی او دغه مقابلې د روژې د مياشتې له وړومبۍ ورځې نه پيلیږی او د همدې مياشتې تر شلمې نیټې پورې به دوام ولری.
د عربۍ، انګريزۍ او اردو په شمول په مختلفو ژبو د سيمينار او غونډو جوړول د سياليو د دغې دورې له برنامو څخه بلل شوی دی او دغه مقابلې به د عربی او اسلامی او د غيراسلامی هيوادونو د مسلمان اقليتونو د استازو په ګډون سره ترسره شی. 1047312