د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې ښځې او اسلامی بېداری نومې نړيوال كانفرنس نن د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر محمود احمدی نژاد، د اسلامی بېدارۍ د نړيوالې ټولنې د عمومی سېكتر علی اكبر ولايتی ، د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د ښځو او كورنۍ د چارو د دفتر عمومې سېكترې د ښځې او اسلامی بېدارۍ نومې نړيوال كانفرنس سېكترې صديقه حجازی په شتون سره د ميلاد په برج كښې شروع شو.
دغه غونډه به له ټولې دنيا څخه په اجتماعی، كلتوری، هنری او سياسی ډګرونوكښې له ١٢٠٠ نه زياتو فعالو ښځو په شتون سره نن او سبا يعنې د چنګاښ د مياشتې په ٢٠ او ٢١ نېټه دوام ولری.
يو بل پروګرام چې د دغې غونډې لپاره په نظر كښې نيول شوے دے د دغې نړيوالې غونډې په ترڅ كښې د يونندارتو جوړول دی چې پكښې په خاصه توګه د ښځوپه ډګر كښې د ايران د اسلامی جمهوريت مختلفې لاسته راوړنې نندارې ته اېښودل كیږی چې له هغوڅخه كلتوری او هنری لاسته راوړنو ته اشاره كولې شو.
1049302