د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «lorientlejour» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د نبيل رجب مدافع وكيل محمد الجيشی په ټوئیټر اجتماعی سایټ كښې په خپله ذاتی صفحه كښې د دې خبر په اعلانولو سره څرګنده كړه: رجب په ټوئیټر سایټ كښې د هغو مضامينو د خپرولو په دليل چې د آل خليفه د رژيم له نظره د حكومت سپكاوے ګڼلے شوے دے د درې مياشتو په قېد باندې محكوم شوے دے.
هغۀ زياته كړه: نبيل رجب په مظاهرو كښې د ګډون ، د بحرېن د خلقو او پوليسو د توهين په تور هم د پوليسو تر تعقيب لاندې ؤ.
د بشری حقوقو دغه فعال له دې مخكښې هم په ټوئیټر اجتماعی چېنل كښې د پوليسو ځواكونو په نسبت د توهين په تور د درې سوو بحرېنی دينارو (٨٠٠ ډالرو) په ادا كولو باندې محكوم شوے ؤ.د آل خليفه د رژيم له جدی منتقدانو څخه نبيل رجب د حكومت په خلاف په هغو احتجاجی مظاهرو كښې چې په تېرو څو مياشتو كښې په بحرېن كښې شوی دی يو اهم كردار ادا كړے دے.
د غوئی د مياشتې په ١٦ نېټه له بيروت څخه د راستنېدو په وخت د نبيل رجب له نيولو نه پس په پېرس كښې د بشری حقوقو نړيوالې اتحادیې د بشری حقوقو د دغه شيعه فعال د ازادولو غوښتنه وكړه. دغې اتحادیې په يوې بيانيه كښې اعلان وكړ: چې آل خليفه رژيم ته پكار دی چې د نبيل رجب په شمول د بشری حقوقو نور مدافعان دې هم بې له قېد او شرطه زرترززره ازاد كړی.
1049149