د new-lebanese د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د پارليمان رئيس نبيه بری چې د بيروت په اونسكو ماڼۍ كښې ئې په يولړ مراسمو كښې خبرې كولې، ووئيل: د لبنان دفاعی سټراټيجی پكارې دی داسې وی چې په هيواد كښې ځمكنی، سمندری او هوائی سرحدونه وساتی.
نبيه بری په دوام كښې زياته كړه: مونږ به حتی د لبنان له يو لويشت خاورې هم تير نشو او اجازه نه وركوو چې هيواد او ملی پانګې د دښمنانو لاس ته ورشی.
دوی په دوام كښې ووئيل: اسرائيل د فلسطينيانو په حق باندې تيرے كوی او عربی رژيمونه هم د دغې لانجې په وړاندې ناتوانه دی او يوازې غواړی چې د عرب نړۍ د بيدارۍ په وړاندې مقاومت وكړی. 1050556