د العالم خبری چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قاهرې محكمې يا عدالت وړمه ورځ د ناروغۍ د دليل د مصر د څنګته كړې شوی ډيكټاټور حسنی مبارك د خلاصۍ لپاره د دۀ د وكيلانو يسری او محمدعبدالرزاق د غوښتنې څیړنه د روان كال د تلې يا ميزان د مياشتې تر يولسمې نیټې پورې وځنډوله.
مبارك په دې وروستيو كښې د محكمې لخوا په عمر قيد باندې محكوم شوے دے، دغه عدالت د مبارك ځامن د هغو پرخلاف له مطرح شويو تورونو نه تبرئه كړل.
دغو وكيلانو ادعا كړې ده چې په جيل كښې د مبارك بندی ساتل د مصر د ٣٠٦قانون د ٣٦مادې پرخلاف دی. 1050830