IQNA

د حلال محصولاتو بين المللی نندارتون په انډونيشيا كښې جوړ شو

20:58 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366957
سياسی او ټولنيزه ډله: د حلال محصولاتو (INDHEX 2012)د بين المللی نندارتون دويمه دوره د انډونيشيا د دينی چارو د وزارت او په خوراكی او درمليزو موادو باندې د څارنې د سازمان په همت د دغه هيواد په پلازمينه جكارته ښار كښې جوړه شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د انډونيشيا په خواراكی او داروئی موادو باندې د څارنې سازمان لقمان الحكيم د خبريالانو سره په خبرو كښې څرګنده كړه: د دغه نندارتون د جوړولو هدف د حلال محصولاتو معرفی او د دغو محصولاتو سره د خلكو بلديدل دی.
دوی څرګنده كړه: د نوموړی نندارتون ترسره كونكی، توليدونكو ته د حلال محصولاتو د توليدولو د اهميت د ښودلو او په دې زمينه كښې فعاليت او كار كولو ته د هغوی د هڅولو په لټه كښې دی ځكه چې د دغه هيواد مسلمانان زياتره حلال محصولات خوښوی.
د وئيلو ده چې دغه نړيوال نندارتون د روانې چنګاښ د مياشتې له ١٥نه تر١٨ نیټې پورې يعنې د څلورو ورځو په موده ترسره شو. 1050386


captcha