د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((نور)) رېډيو د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ، د بحرېن د ((الدراز)) سيمې د امام جعفر صادق (ع) نومې جومات د جُمعې خطيب او د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو رهبر ايت الله شېخ عيسی قاسم پرون د جمعې د نمانځۀ په خطبو كښې څرګنده كړه: د بحرينيانو د حقوقو خلاف ورزی او د بيان د ازادۍ په خلاف د زور استعمال يوازے يو كورنے سياست نۀ دے بلكې هغه سياسی جوړ توړ دے چې د فارس خليج د څنډې د هېوادونو او د نورو ستر قوتونو په ملګرتيا سره ترسره كیږی.
هغۀ د آل خليفه لخوا د بحرېن په ((امل)) اسلامی ګوند باندې د پابندۍ دوام ته اشاره وكړه او زياته یې كړه: دا اقدام د بيان له ازادۍ سره د مقابلې او د حق غوښتنې د اواز دغلی كولو يوه طريقه ده او د ظلم په خلاف د ټولو ډلو لپاره يو ګواښ ګڼل كیږی.
شېخ عيسی قاسم په ازاديو باندې پابندۍ، د خلقو نيولو، په كورونو باندې حملې، په ښځواو ماشومانو باندې رعب اچولو او د هغوی سپكاوی ته په اشارې سره وويل: د بحرېن مسلمان او صابر خلق په خداے پاك باندې ايمان لری او د خداےپاك له مقدس ذات نه بغېر د خپلې ازادۍ، عزت او كرامت لپاره له چا څخه مرسته نۀ غواړی او په دې لاره كښې قرابانۍ وركوی.
هغۀ زياته كړه بحرينی مسلمانانو وژل كیږی، زخميان كیږی او رنګ رنګ ظلمونه زغمی خو دا ټول اقدامات د امل ګوند د پلويانو عدالت غوښتونكے اواز نۀ شی غلے كولے.
هغۀ په اخېر كښې وويل: نن ټوله دنيا د بشری حقوقو د خيال ساتنې په لور روانه ده خو په سيمه كښې حكومتونه د دې بهير په خلاف تګ كوی.
1052103