IQNA

په تركی كښې د قران شريف د شپږاتيا كلن حافظ قدرونه وشوه

20:08 - July 14, 2012
د خبر لمبر: 2368217
سياسی او اجتماعی ډله: د تركیې د ((دوزجې)) صوبې د يو شپږاتيا كلن بوډا ((نيازی اوزچليك)) چې ټول قران یې ياد كړے دے پرون د چنګاښ د مياشتې په ٢٣ نېټه ددغې صوبې د دينی مركز لخوا د ستائېنې مراسم وشول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې په دغو مراسمو كښې د د دغه هېواد د دينی چارو د تنظيم د زدكړو د برخې ستر ډائرېكټر علی ارباش څرګنده كړه، دوزجې د قران شريف د حافظانو وطن دے او د دې ښار زياتو كسانو افتخارات حاصل كړی دی. چې دوزجې هم له هغو كسانو څخه دے چې په دې بوډا عمر كښې یې همت وكړ او ټول قران شريف یې حفظ كړ.
نيازی اوزچليك هم په دې وجه د خداےپاك په لطف و مهربانۍ سره وكړې شول ټول قران شريف ياد كړی خوشحالی څرګنده كړه او دا یې د ځان لپاره يو ترټولو لوے سعادت وبالۀ
1052596
captcha