IQNA

د اسلامی انقلاب په باره كښې د امام خامنه ای دنظرياتو كتاب خپور شو

19:43 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375804
د فكر او علم ډله: ((معارف انقلاب)) نومې كتاب چې د اسلامی انقلاب په اړه د حضرت امام خامنه ای مدظله العالی په نظرياتو باندې مشتمل دے په عراق كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كتلتوری مركز په همكارۍ سره او په نجف اشرف كښې د الهدی نړيوالې موسسې د نمائندګۍ لخوا ترجمه او په دريو ټوكو كښې خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو څانګې د الهدی د نړيوالې خپرندويه موسسې د كلتوری او هنری څانګې د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ، ((معارف انقلاب)) كتاب له تېرو څه د پاسه شلو كلونو په دوران كښې په ملاقاتونو، وېناګانو او د جمعې په خطبو كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له نظرياتو څخه څه د پاسه څلور سوه اقوال په بر كښې نيسی.
د دغه كتاب ځينې برخې د طاغوت د واكمنۍ د دوران او د هغه دوران د خصوصياتو له شننې ، د عظيم الشان امام په مشرۍ د ايران د ملت له مبارزو او د هغوی د مشرتابه له خصوصيتونو، د انقلاب له اركانو، پائېلوړ بركاتو، اثارو ، لاسته رواړنو، اصولو او محكماتو، د انقلاب د منحرفكولو او نابودولو لپاره د دښمنانو له رنګارنګو دسيسو، او همدارنګ د اسلامی انقلاب په پېژندلو او حفاظت كښې د راتلونكو نسلونو او خلوق له وظائفو سره مختص دی.
1060235
captcha