د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ملېشيا د Bernama خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه هندی هنر مند چې له دې مخكښې یې نوم ((د مسيح (ع) وروستے ماښام)) نومې ترټولو وړوكی ماډل د جوړولو په خاطر په ګېنس كتاب كښې ثبت شوے ؤ دا ځل د نړۍ د قران شريف ترټولو لوې خطی نسخې د ليكلو په حال كښې دے.
دې چې د هند د كېرالا صوبې په كوټايام سيمه كښې زېږېدلےدے درې كاله اګاهو د قران شريف د ترټولو لوې خطی نسخې د ليكلو اقدام كړے دے.
دغه هندی هنر مند باوری دے چې دا د قران شريف ترټولو لويه خطی نسخه ده چې تر اوسه ليكلې شوې ده او د دې دليكلو لپاره له يو ډول دائمی سياهۍ څخه استفاده كوی.
دغه خطی نسخه د پنځوسو كېلو ګرامو په وزن او د څوارلسو كرخو لرونكو ٦٠٣ مخونو سره كتابت كیږی.
1065783