IQNA

د ال سعودو د حتمی نسكوريدا د مخنيوی لپاره د انګلستان طرحه

19:52 - August 03, 2012
د خبر لمبر: 2384086
نړيواله ډله: د عربستان د حاكميت د نظام د جوړښت د بيا رغاولو او د ال سعودو رژيم د حتمی نسكوريدا د مخنيوی په هدف د ځينو اصلاحاتو د رامينځته كولو لپاره د برتانيه له طرې پرده اوچته كړه .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم یې نقلوی چې په دغه راپور كې چې د لويدیځو ټولنو په تيره بيا د فرانسې او انګلستان د باوری معلوماتو پر اساس د عربستان د نظام له دړې وړې كيدا د دغو هيوادونو د ويرې په اړه برابر شوې دې ، راغلی دی امريكا تل بر تانيه وال ، د فارس خليج د حوزې هيوادونو د مسلو ، قبايلی جوړښت او په دغو هيوادونو كې د دينی ډلو په اړه ډير تجروبه كار هيواد بولی ، په همدې دليل واشنګټن هماغه راز په عربستان كې د دينی اورګانونوترمينځ د اړيكو ، د شتمنيو او قدرت د ويشلو په هكله په دغه هيواد كې د شوی تقسيم او ويش پر اساس عمل كوی.
د عربستان د حاكميت د جوړښت د بيا رغاولو لپاره د انګلستان له لوری د وړاندی شوی طرحې جزيات په دې ډول دی .
لومړۍ. د عربستان نظام د باچا او ولی عهد لپاره له مهمو امتيازاتو سره يو ځایې په مشروطه باچاهی نظام بدل شی .
دوهم. د عربستان باچا او ولی عهد له ال سعودو او عبد العزيز له نسله وی .
دريم. د واكمنې كورنۍ غړی په كابينې كې شتون ونلرلې شی ، بلكې د كابينې غړ ی په عربستان كې د موجودو قبايلو له جوړښته وی .
څلورم. د سيمو اميران له هماغو سيمو او د قبيلوی جوړښت پر اساس انتخاب شی .
پينځم؛ يوازې مكه مكرمه او مدينه منوره د عربستان دوه سپیڅلی ښارونه وبلل شی او درست عربستان په دې سپیڅلتيا كې شامل نشی.
1069407
captcha