ددغه قران شريف خوشنويس هنر مند علی رضا بهدانی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې وويل: د خداے پاك په مهربانۍ سره دا پينځۀ څلوېښتم ځل دے چې مې قران شريف كتابت كړ. دا قران شريف ټول په سرو زرو سره ليكل شوے دے او هره يوه پاڼه یې ١١٤ ګرام وزن لری، په هر مخ یې په ١١٤ ګلونو سره ښكلې كړې شوې ده ختائی او اسليمی نقشونه یې هم تر ١١٤ پورې دی. د كتابت كار یې د سږ كال د اختر له وړومبۍ نېټې نه شروع شو او په ١١٤ ورځو كښې (دچنګاښ د مياشتې په ٢١ نېټه) ختم شو.
هغۀ زياته كړه دغه نفيس قران شريف د 100×70 سائيز په ٦٠٤ مخونو باندې ليكلې شوې دے چې په اوس حال كښې د نندارتون كښې د خلقو د نندارې لپاره اېښودے شوے دے.
علی رضا بهدانی وويل: په دقيقه توګه ١١٤ ميليونو تومان د دغه اثر د تكميل لپاره خرچ شول چې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په مهربانی او د اسلامی كلتور او ارشاد د وزارت په ماتړ سره دا كار ترسره شو.
هغۀ په دوام كښې وويل د دغه قران شريف او د نورو قرانی نسخو له كتابت څخه زما مقصد د قران شريف مباركو ايتونو ته يو ښكلے شكل وركول ، د ايتونو له ښكلا څخه ذاتی خوند اخېستل او په ذاتی توګه د كتابت په وخت د قران شريف د كلام په معنا باندې تمركز لرل دی. د مباركو ايتونو د ليكلو لپاره له سروزرو نه استفاده د د لازياتې ښكلا باقی پاتې كول دی.
بهدانی وويل: زما په خيال قران شريف دا لياقت لری چې په سروزرو باندې وليكلې شی. البته ما د قران شريف ٤٠ نسخې په سياهی باندې وليكلې خو له څلوېښت كلنۍ څخه مې څلوېښتم قران په سروزرو سره ليكل شروع كړ او دا پينځمه نسخه ده چې په سروزرو سره یې ليكم.
دايران خوشنويس هنرمند عليرضا بهدانی په ١٣٥٠ هجری شمسی كال كښې په مشهد مقدس ښار كښې پېدا شو او د بيرجند ښار له پوهنتون څخه یې په ادبياتو كښې ايم اے وكړ. دۀ په ١٣٧٢ هجری شمسی كال كښې خپله وړمبۍ نسخه كتابت كړه او تر اوسه پورې یې د قران شريف ٤٥ نسخې په مختلفو خطونو سره كتابت كړی دی.
او موجوده نسخه چې د دنيا تر ټولو لويه د سروزرو نسخه ده د تهران د قران شريف په نړيوال نندارتون كښې اېښودې شوې ده.
د يادونې ده د قران شريف شلم نړيوال نندارتون دچنګاښ د مياشتې له ٢٥ نېټې څخه د تهران د امام خمينی (رح) نومې مصله كښې شروع شوے دے او د زمری دمياشتې تر ٢٤ نېټې پورې به دوام ومومی.
1073614