د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ISESCO د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، آېسسكو د دغه تنظيم له غړيو هېوادونو او نړيوالو ټولنې څخه وغوښتل چې د په بل مكان باندې مسجدالاقصی د بدلولو او د هغۀ په ځاے د كذائی معبد دجوړولو لپاره د اسرائيلی رژيم د سپېرۀ پلان له عملی كولو سره دمقابلې لپاره دې يو مضبوط موقف اختيار كړی.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی: مسجد الاقصی له ورانولو نه بغېر د هغۀ له منځه وړلواو په يو بل مكان باندې د هغۀ د بدلولو او د هغۀ په ځاے د كذائی معبد د جوړولو په اړه د صهيونېسټ رژيم د پارلېمان د نمائنده آريه الداد څرګندونې زياتې خطرناكې دی اد د هتشګردانه جنايتونو د ترسره كولو لپاره د افراطی يهوديانو د هځولو په معنا دی.
آېسسكو د مسجد الاقصی د انګړونو په عمومی پاركونو باندې د بدلولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د ميونسپل كارپورېشن (ښاروالۍ) د فېصلې په غندلو سره وويل: صهيونېسټ رژيم د مسجد الاقصی تر لاندې او خواوشا كښې كنلې زياتې كړې دی او د دغو كنلو په وجه مسجدالاقصی له ورانېدو سره مخامخ شوے دے.
دغه تنظيم مسلمان غړی هېوادونه د مسجد الاقصی په خلاف د صهيونېسټ رژيم د تيريو د غندلو لپاره په نړيوالو ډګرونو كښې تحرك او له هغۀ څخه ملاتړ ته راوبلل.
1075084