د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د مسلمانو ملتونو د قران او كلتور د برخې اختتاميه مراسم چې د جامعه المصطفی (ص) العالميه د نړيوالې ادارې په اهتمام سره د روژې د مباركې مياشتې له شروع ورځې څخه چې د زمری د مياشتې له ٣١ نېټې سره یې سمون خوړۀ په خپل فعاليت پېل كړے ؤ وړمه ورځ مازیګر د زمری د مياشتې په ٢٢ نېټه د اسلامی شورا د جرګې د قران او عترت د فراكسيون مشر لاله افتخاری، د جامعه المصطفی (ص) العالميه د مشر د قائمقام مهدی مهر، د دغې برخې د سېكتر محمدی، د اسلامی شورا د جرګې د يو شمېر نمائندګانو په ګډون سره جوړ شول.
په دغه برخه كښې د پاكستان، عاج ساحل، بحرېن، چين، برما، افغانستان، نائجېریې، تائيلېنډ، هند، تنزانیې، مادګاسكار، سوډانړ كومور، تاجېكستان، شام، البانیې، كوزوو، سېرالېئونړ مالی، انډونيشيا، تركی، سېنیګال او د لاتينی امريكې د يو شمېر هېوادونو كارپېژاندو او فعالانو د زدكړې او څېړنې په اړه د خپلو هېوادونو قرانی او اسلامی اثار نندارې ته اېښودی وو.
په دغو مراسمو كښې د اسلامی شورا د جرګې د تهران د خلقو نمائنده او د قران او عترت د فراكسيون مشر لاله افتخاری ، د جامعه المصطفی (ص) العالميه د نړيوالې اداری غړی او د نړيوال نندارتون د دغې برخې سېكتر حجت الاسلام والمسلمين محمدی او د جامعه المصطفی (ص) العالميه د مشر قائم مقام حجت الاسلام والمسلمين محمد حسېن مهدوی مهر او د اسلامی شورا د جرګې د اردبيل د خلقو نمائنده افضلی فرد او همدارنګ د عاج ساحل د سټال خاوند محمد جارا او د انډونېشيا د سټال خاوند زين العابدين په زړۀ پورې وېناګانې وكړې
د ويلو ده چې د ملتونو د قران او كلتور د برخې اختتاميه مراسم د دغې برخې د بهرنيو هېوادونو د سټالونو خاوندانو ته د قدرونې د لوحو په وركولو سره ختم شول.
1077227