IQNA

په تركی كښې د وړوكی اختر په مناسبت مفت ښاريز خدمتونه

21:37 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394073
اجتماعی ډله: د تركی د ټرانسپورټ وزير پرون د زمری د مياشتې په ٢٤ نېټه وويل: د وړوكی اختر په چوټيانو كښې له لويو لارو، پلونو، او ازادو لارو څخه استفاده د دغه هېواد د عامه خلقو لپاره مفت ده.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د تركی د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزير بينالی ييلديرم وويل: د وړوكی اختر د چوټۍ په ورځو كښې د خالی له ورځې يعنې د زمری دمياشتې په ٢٨ نېټې څخه د شروع ترورځې يعنې د وږی مياشتې تر وړومبۍ نېټې پورې له لويو لارو ، پلونو او ازادو لارو څخه د تېردو لپاره د تركی له اوسيدونكو څخه ټېكس وانۀ خېستل شی.
هغۀ زياته كړه: د مسافرتونو او په لاروكښې د تګ راتګ زياتېدو ته په پام سره به د ټريفك پولسيو كنټرول زيات شی نو ځكه له ټولو هېوادوالو څخه غوښتل شوی دی چې د ډرائېوېنګ په دوران كښې د ټرېفك د اصول خاص خيال وساتی.
1078796
captcha