IQNA

د يو امريكائی بې مخينې حركت؛ په نيويارك كښې د اسرائيلو په خلاف د اشتهاراتو لګول

23:23 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394569
نړيواله ډله: تقريباً دوه هفته مخكښې كله چې د نيويارك خلق له خوبه رابېدارشول نو وړومبنے څيز چې په ناڅاپه توګه د خبرونو ، رېډيو او ټيلی ويژن له لارې ورسره مخامخ شول د نيويارك په در و ديوار، د ښار د مېټرو او ريل په پنځوس سټاپونو او سټېشنونو كښې د اسرائيلو په خلاف تبليغاتی اشتهارات وو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (ايكنا) په نيويارك كښې د ثقافتی مركز د نمائندګۍ په نقل سره رپوټ وركړ، په نيويارك كښې چې د امريكې يو له يهودو نه ډك او نفوذ لرونكے ښار دے د دغه بېداروونكی او اګاه كوونكی اقدام بانی او مبتكر يو د وال سټریټ يو ٨٣ اتيايم سرمايه دار دے چې په ٢٥٠٠٠ زرو ډالرو په خرچ كولو سره یې دا اقدام كړے دے.
هنری كليفورډ د خپلو تبليغاتو په ګرافيكی او آګهی پېغام كښې چې د بهتان او تهمت خلاف اتحادیې هغه د ټولنې د ګمراه كولو لپاره يو مغرضانه او عامدانه اقدام بللے دےپه تېرو ٦٤ كلونو كښې يعنې له ١٩٤٦ نه تر ٢٠١٠ پورې د اسرائيلو لخوا د فلسطينی زمكو د قبضه كولو څه رنګوالے بين كړے دے.
كليفورډ چې خپل ټول پېشه ور ژوند یې په نيويارك كښې تېر كړے دے په دغو ګرافيكی تبليغاتی اشتهاراتو كښې په ليكنو كښې چې د دې مياشتې تر اخېره پورې به د نيوياك دشمال د مېټرو د سټېشنونو د اعلاناتو په بورډونو باندې موجوې وې له1946 ، 1947، 1967 كلونو سره متعلق څلور نقشې او داسرائيلو لخوا د فلسطينيانو د زمكو د غصب كولو څه رنګوالے په غټو الفاظو كښې ليكلے دے.
په ملګرو ملتو كښې د ثبت شويو شمېرنو مطابق د خپلو زمكو د غصب كېدو په نتيجه كښې 7/4 ميليون فلسطينيان د اسرائيلو له لاسه د خپل وطن په پرېښود مجبور شوی دی او په مختلفو هېوادونو كې د هجرت ژوند كوی.
كليفورډ وائی: دو چې دغو بېداروونكو اشتهاراتو مقصد داسرائيلو له اصلی څېرې نه نقاب اوچتول دی ، كه ونۀ وايو چې دا اقدام په امريكه كښې بې مخينې دے نو لږترلږه كم مخينه اقدام دے او په نيويارك كښې د صهيونېسټ رژيم د طرفدارو يهودی تنظيمونو منجمله د تهمت او بهتان په خلاف د اتحادیې Anti -defamation leagueد مشرانو ترمېنځ ی يو طوفان او جنجال پېدا كړے دے.
1079852
captcha