IQNA

په ازبكستان كښې د ((ترټولو ښكلے جومات)) نومې سيالۍ نتېجې اعلان شوې

22:25 - September 02, 2012
د خبر لمبر: 2403578
اجتماعی ډله: د قزقستان او مېنځنۍ اېشيا د پخوانی مفتی شېخ محمد صادق محمد يوسف په سرپرستۍ كښې د داورانو د كمېټۍ لخوا د ((ښكلے جومات)) تر عنوان لاندې د سيالۍ نتائج اعلان شول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د ازبكستان د ترټولو ښكلی جومات سيالۍ چې د روژې په مياشت كښې جوړه شوې وه د جمعې په ورځ د وږی په لسمه نېټه د غوره شويو جوماتونو نومونه اعلان شول.
په دغه سيالۍ كښې چې پكښې يوازې د دغه هېواد د پائېتخت تاشكند ښار جوماتونوبرخه اخېستې وه، د داورانو د كمېټۍ د څېړنو او جاجونو له مخې ((خواجه علم بردار)) نومې جامع جومات وړومبۍ رتبه او ((بوری جار)) او ((يانګی اباد)) جوماتونو دويمه رتبه او ((ناوزه))، ((حضرت امام)) او ((شېخ زېن الدين)) جوماتونو دريمه رتبه ترلاسه كړه.
همدارنګ د دغو غوره شويو جوماتونو جوماتونو مسئولانو او نمائندګانو ته د سيالۍ د جوړوونكو لخوا قيمتی ډالۍ او انعامونه وركړې شول.
1088752
captcha