IQNA

ايران او چين د دينونو ترمېنځ د خبرو اترو په پراختيا سره په نړۍ كښې د سولې او دوستۍ پېغام راوړونكی دی

21:54 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408348
نړيواله ډله: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم مشر محمد باقر خرمشاد پرون د وږی د مياشتې په اتلسمه نېټه ((په معاصره نړۍ كښې د دينونو ترمېنځ د خبرو اترو كردار)) نومې كانفرنس كښې وويل: ايران او چين د اېشيا د دوو لرغونو تمدنونو په توګه د دينونو ترمېنځ د خبرواترو په پراختيا سره په نړۍ كښې د سولې او دوستۍ پېغام راوړونكی دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې((په معاصره نړۍ كښې د دينونو ترمېنځ د خبرو اترو كردار)) نومې كانفرنس پرون د وږی دمياشتې په اتلسمه نېټه د چين د دينونو د چارو د تنظيم د مشر وانګ زوآن، په ايران كښې د چين د سفير يوهنګ يانګ، د چين د دينونو د چارو د تنظيم د نړيوالو چارو د عمومی ادارې مشر ګواُوی، د چين د دينونو د چارو د تنظيم د دفتر مشر چن هونګ سينګ، د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم مشر محمد باقر خرمشاد، د دينونو د خبرو اترو د مركز سرپرست علی محمدحلمی او د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څېړنو او زدكړو د مرسيتال محمد رضا دهشيری په ګډون سره وشو.
د غونډې په شروع كښې علی محمد حلمی چينی پلاوی ته د په خېر راغلې په ترڅ كښې وويل: نن نړۍ له بل هر وخت نه زياته معنويت او انسانی ارزښتونو ته اړمنه ده او دا چاره يوازې د متفكرانو ترمېنځ د شناخت او تعلقاتو او همدارنګ ګډو كلتوری او دينی خبرو اترو له لارې عملی كېدې شی.
هغۀ وويل: اميد لرو چې د ايران اسلامی جمهوريت ته د چين د دينونو د چارو د تنظيم د مشر سفر به د دينونو او كلتورونو ترمېنځ د خبرو اترو په ډګر كښې د دوو اړخيزو تعلقاتو د تقويت او د نويو روابطو د شروع كېدو سبب شی.
غونډې ته په خطاب كښې محمد باقر خرمشاد وويل: بې له شكه دې پوښتنې ته چې ايا د دينونو له خبرو اترو نه بغېر له سولې او عدالت سره مله نړۍ ولرو، زمونږ ټولو ځواب منفی دے. په نننۍ نړۍ كښې چې هر ورځ لا پېچلې كیږی كه هر كس خپل ډول غږوی او نور خبرو ته غوږ نه ږدی نو دنيا به له خطر نه ډك چلند سره مخامخه شی.
خرمشاد زياته كړه د ايران اسلامی انقلاب د دين په نسبت د نظرياتو د بدلونو سبب شو. د ايران انقلاب په يو وخت په نړۍ كښې دين له معناګرا سره سره ماده ګرا معرفی كړے او دين يوازې انفرادی نه بلكې د اجتماعی او سياسی عنصر په توګه مېدان كښې وړاندې كړے دے.
هغۀ وويل په ننۍ نړۍ كښې مونږ د اسلام د مبين دين په ډګر كښې د دينی ریډيكلېزم او شدت پسندۍ او تندلاريتوب كتونكی يو او دغه افراط ګری د ننۍ نړۍ لپاره يو لوے خطر دے او پكار دی چې د مختلفو هېوادونواو كلتورونو په ملګرتيا سره د دغه ستر ختر بېخ كنی وكړو. پكار دی يوې داسې نړۍ ته ورسو چې عقل مند دينداره كسان د دينی مسائل چلول په غاړه ولری نه دينی تندی لاری او شدت پسند او بې عقله كسان.
د چين د دينی چارو د تنظيم مشر وانګ زوآن په خپل خطاب كښې د كلتورونو او دينونو ترمېنځ د خبرو اترو د تقويت لپاره د ايران د هلو ځلو قدرونه وكړ او وې ويل: په نننۍ نړۍ كښې د تمدنونو ترمېنځ د تعلقاتوپه باره كښې دوه نظریې موجودې دی ځينې باوری دی چې د تمدنونو ټكراو يوه نۀ انكارېدونكې چاره ده او بله ډله عقيده لری چې په خبرو اترو سره د بشريت د تاريخ لاره د سولې او انصاف لورې ته بدلولې شو او له دغه ټكراو څخه مخنيوے كولې شو. نو مونږ دا ذمه واری لرو چې د دغه ټكراو د مخنيوی لپاره خپلې هلې ځلې زياتې كړو.
هغۀ زياته كړه ايران او چين دوه لرغونی تمدنونه لری هغه تمدنونه چې د رېښمو لار یې جوړه كړ او دغه لار یې د كلتورونو ترمېنځ د تعلقاتو د يوې ځلانده نمونې په توګه د نړۍ خلقو ته وړاندې كړه.
هغۀ وويل: پكار دی په دې باندې پوه شو چې په زور او جنګ سره ټول نظريات په شان نۀ شو كولې او نۀ شو كولې چې ټول دې ته مجبور كړو چې يو شان فكر ولری او يو شان عمل وكړی خو په خبرو اترو سره كولې شو اجماع ته ورسوو او په نړۍ كښې سوله واكمنه كړو.
دغې غونډې ته نورو ګډون كوونكو هم وېناګانې وكړې او د دينونو او تمدنونو ترمېنځ په خبرو اتروباندې یې تاكيد وكړ.
1093962
captcha