IQNA

د قران چاپ وړومبنے نړيوال مقام حاصلول زيات پلاننګ او كوشش ته اړتيا لری

21:11 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409160
د ادب ډله: د اسلامی كلتور او ارشاد وزير سيدمحمدحسينی په ايران كښې د قران شريف د چاپ له حالت څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د ايرانی قرانی خپرندويه ادارې په دې ډګر كښې د مصر او لبنان سيالې وبللې او تاكيد یې وكړ: د قران په چاپ كښې وړومبنے نړيوال مقام حاصلول زيات پلاننګ او كوشش ته اړتيا لری.
د ايران د اسلامی جمهوريت د اسلامی كلتور او ارشاد وزير سيد محمد حسينی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې په ايران كښې د قران د چاپ د وضعيت په باره كښې وويل: له نېكه مرغه د قران شريف د چاپ او خپرونې په ډګر كښې ايران په ښو حالاتو كښې شتون لری او په نړۍ كښې هم په دې زمينه كښې له ادعا كوونكو هېواونو څخه ګڼل كیږی.
هغۀ وويل: په ايران كښې د قران شريف د چاپ حالت ښۀ چلند لری خو په دې ډګر كښې په دنيا كښې وړومبنی مقام ته د رسېدو لپاره لا زيات پلاننګ او كوشش ته اړتيا ده.
1095108
captcha