د اسلامی بين المللی مقاومت د شعر د دريمې كنګرې اجرائی منشی نصرتالله صالحنژاد د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دغې كنګرې دارالانشاء ته د لیږل شويو آثارو د شمير په هكله څرګنده كړه: ٦٢٠داخلی آثار د دغې كنګرې دارالانشاء ته لیږل شوی دی. هغه ټول شاعران چې له هيواد نه له بهر څخه به دغه فسټيول ته راوبلل شی، تراوسه نه دی غوره شوی، نو په دې وجه د بهرنيو رالیږل شويو آثارو شمير هم نه دے څرګند.
دۀ زياته كړه: دغه آثار د شعر، مقالې، پايان نامې يا تيسز، ادبی يادښتونو په چوكاټ كښې دارالانشاء ته رالیږل شوی دی چې تقريباً ٤٨مقالې، ٦ پايان نامې يا تيسز او ٦ ادبی ياداشتونه پكښې شاملیږی او په باقی آثارو كښې شعر شامل دے.
د دغې كنګرې اجرائی منشی څرګنده كړه: د داورانو په كمیټه كښې د منتخب شويو آثارو به په پائې كښې قدرونه او ستاينه وشی. دا د سيالۍ او مقابلې كنګره نه ده بلكې غوره آثار به په كنګره كښې واورول شی او هغوی ته به انعام وركړې شی.
صالح نژاد په پائې كښې ووئيل: د دغې كنګرې خبری ناسته به د تلې په مياشت كښې په تهران كښې ترسره شی چې پكښې به د دغې كنګرې لازيات جزئيات مطرح شی.
1095440