IQNA

په سلامتيا كښې د حج د مناسكو د اثراتو د څرګندولو لپاره د علمی څېړنو ضرورت

21:13 - September 12, 2012
د خبر لمبر: 2410303
د سلامتيا ډله: د عمان د طبی پلاوی مشر وويل: د مكې مكرمې په سپېڅلې زمكه د حج ستره غونډه او د هغۀ د مناسكو ترسره كول د انسان د بدن، روح او نفسياتو په سلامتيا باندې مختلف اثرات او اغېزې كوی او د دغو اثراتو د راڅرګندولو لپاره علمی او سائېنسی تحقيقاتو ته ضرورت دے او خلقو ته د هغوی په ډاګه كول پكارد دی.
د عمان د طبی پلاوی مشر عبدالله علی احمدی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې دې مطلب ته په اشارې سره وويل: د حج دمناسكو د ترسره كولو لپاره بدنی استطاعت له هغو شرائطو څخه دی چې حاجيان یې د مالی امكاناتو نه علاوه پكار دی ولری او دا په حج كښې د سلامتيا اهميت بيانوی چې مختلف اړخونه لری او يكار دی وڅېړلې شی او خلقو ته په ډاګه شی.
هغۀ په حج كښې د سلامتيا د مختلفو اړخونو د څرګندولو ضرورت ته په اشارې سره وويل: د حج غونډه د نړۍ دمسلمانانو يوه ډېره لويه غونډه ده چې د انسان په بدن، روح او نفسياتو باندې مختلفو اثرات او اغېزې لری او همدارنګ په انفرادی او اجتماعی ژوند باندې هم يولړ مثبت او مهم تاثيرات كوی او پكار دی په دې اړه تحقيقات وشی او خلقو ته یې څرګند كړی.
علی احمدی دې ته په اشارې سره چې په ايران كښې د حج او زياراتو وړومبی طبی كانفرنس جوړېدل په حج كښې د زائرانو د سلامتيا لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت د هلو ځلو بيانوونكی دی زياته كړه: ايران د زائرانود سلامتيا په زمينه كښې زيات او كټور تجربات لری او د حج په دوران كښې د خپرېدونكو بيماريو په زمينه كښې یې زيات تحقيقات ترسره كړی دی نوپكار دی چې په ټولو هېوادونو كښې دايران له دغو تجرباتو او لاسته راوړنو څخه استفاده وشی.
1094526
captcha