د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې دې ته په پام سره چې د دغه هېواد د مسلمانانو د له خونړی قتل عام څخه زياته موده نۀ ده تېره شوې. د برما مانكانو (بودائی مليانو) د دغه هېواد دمسلمانانو په خلاف احتجاجی جلوس ووېستۀ.
دغه جلوسونه چې د وږی د مياشتې له نولسمې نېټې څخه شروع شوی وو وړمه ورځ د وږی دمياشتې تر شلمې نېټې پورې یې دوام وموند.
دغه جلوس د بودايانو له هغو جلوسونو نه پس چې په ٨٦ كال كښې وتلی وو د برما د بودائی مانكانو تر ټولو لوے احتجاجی جلوس ؤ. بودائی مليانو په خپلو دغو مظاهرو كښې له دغه هېواد څخه د مسلمانانو د شړلو غوښتنه وكړه.
د ويلو ده چې شوونېزم په خپله اصلی او ابتدائی معنا كښې يو ډول افراطی وطن پرستی ، له نورو سره دښمنی او په خپله برترۍ باندې د پټو سترګو ايمان او قامی برتری ده. په شوونېزكښې د هر ډول افراطی، اورپكی او غېر عاقل خلق شاملیږی.
1095818