IQNA

امام جعفر صادق (ع) به په اسلامی امت كښې د تفرقې عامل تعصب ګڼۀ

20:58 - September 12, 2012
د خبر لمبر: 2410311
نړيواله ډله: امام جعفر صادق (ع) د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې ترټولو مهم عامل تعصب بالۀ او په دې باندې باوری ؤ چې مذهبی تعصبات او تندلاريتوب به د اسلامی يووالی او پېوستون خنډونه وی. او يوازې د نورو د عقائدو په احترام سره د مسلمانانو وحدت او يووالے رامنځته كېدې شی.
ستر دينی عالم ))ابراهيم باه(( چې شيعه مكتب ته راوړېدلے دے او اوس په سېرالئون كښې د اسلامی مطالعاتو د نړيوال مركز مدرس او د دغه هېواد يو لوے شيعه مبلغ دے د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د امام جعفر صادق (ع) د تعليماتو او د هغۀ د فكری مكتب شننه وكړه او وې ويل:
زه اوۀ كاله وشول چې تشيع مكتب ته راوړېدلے يم او هغه معلومات چې د سرالئون له سنی ټولنې څخه یې لرم ويلې شم چې سنيان وروڼه امام جعفر صادق (ع) يو معصوم امام ګڼی چې زيات شاګردان یې د اسلام د مبين دين د خپروولو په هدف سره تربيت كړل.
هغۀ د يو سوال په ځواب كښې وويل: مونږ په سېرالئون كښې د امام جعفر صادق (ع) له خصوصياتو سره په كامله توګه اګاه يو او عقيده لرو چې نامتو سنی عالمان لكه امام ابوحنيفه او امام مالك بن انس د هغه حضرت شاګردان وو او د ((پينځۀ مذهبونو)) تر عنوان لاندې يو كتاب هم لرو چې سنی وروڼه په اسلامی مركزونو كښې د دغه كتاب په تدريسولو سره د مختلفو اسلامی مذهبونوله افكارو او فقهی احكامو سره د اشنائۍ لپاره كوشش كوی. د سېرالئون سنی وروڼه عقيده لری چې پكار دی د مختلفو مذهبونو او د هغو د پېروكارو قدرونه او احترام وشی كه څه په خپلو مېنځو عقائدو كښې يو لړ اختلافات موجود دی.
هغۀ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل: زما په نظر د امام جعفر صادق (ع) عرفانی مباحث د سنيانو په تګلارو كښې مثبت اثرات لرلی دی ځكه چې امام جعفر صادق (ع) به په خپلو لوړو اخلاقو او ژورو تفكراتو سره په هغو عالمانو باندې چې د هغه په محفل كښې به حاضرېدل اثر كوۀ او هم دغه لوړ اخلاق به د دې سبب كېدل چې هغوی به بالاخره د هغه حضرت په شيعه او پېروكارو كښې شاملېدل.
هغه حضرت به له مخالفانو سره په مناظرو كښې په قران شريف او نبوی سنت باندې استناد كوۀ او له مخالفانو سره به یې د يو دښمن په شان سلوك نۀ كوۀ بللكې په دلائلو سره به یې قانع كول.
هغۀ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل: په قران سره د قران تفسير د تفسير يوه ښه طريقه ده ځكه چې په حديث سره د قران شريف تفسير په دې وجه چې د هر ډول حديثونه شتون لری اختلافات ليدل كیږی او كېدې شی چې د يو كس تفسير بل كس و نۀ منی خو په قران سره د قران تفسير د تفسير يوه ښكلې طريقه ده چې انسان پرې قانع كېدې شی. او دا چې قران شريف د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت او يووالی عامل دے او د ټول اسلامی مكتبونو ورباندې اتفاق دے.
د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغۀ وويل: امام جعفر صادق (ع) د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې ترټولو مهم عامل تعصب بالۀ او په دې باندې باوری ؤ چې مذهبی تعصبات او تندلاريتوب به د اسلامی يووالی او پېوستون خنډونه وی. او يوازې د نورو د عقائدو په احترام سره د مسلمانانو وحدت او يووالے رامنځته كېدې شی.
هغۀ په اخېر كښې وويل نن مسلمانه ټولنه له نور بل هر وخت زياته يووالی او اتحاد ته ضرورت لری او تفرقه او بې اتفاقی په مجموعی توګه اسلامی امت كمزورے كوی نو مونږ ته پكار دی چې اتحاد او ورورولی مضبوطه كړو او په خپل ټول وجود سره پكار دی د اسلامی دښمنانو چې په سر كښې یې ستره شېطانه امريكا ده مقابله وكړو او د هغوی ثقافتی يرغل او سازشونه ناكام كړو.
1096354
captcha