IQNA

په اماراتو کې د «رعد الکردي» مرتل قرآن پرانيسته

15:34 - September 23, 2025
د خبر لمبر: 3491748
ایکنا - د عراق د مشهور قاري رعد محمد الکردي، ، مرتل قرآن د متحده عربی اماراتو په شارجه کې د قرآن کريم  د کمپلیکس په ودانۍ کې پرانيستل شو.

 ایکنانیوز د  العين له قوله راپور راکړی، د شارجه حاکم، شيخ سلطان بن محمد القاسمي، د شارجه د قرآن کريم  د مجمعې په يولړ دستورو کې د رعد الکردي مرتل قرآن، چې د حفص له عاصم روايت څخه دی،  مخ کتنه  وکړه.

هغه په دغو مراسمو کې د قرآن  د قاريانو هڅې د بېلابېلو تلاوتونو په ثبتولو کې ستايلې او له دې عراقي قاري څخه ئې ددغه مرتل قرآن د بشپړولو په خاطر قدرونه  کړې، همدارنګه له محمود بل اماراتي قاري، سويدان،چې درې مرتل قرآنونه ئې د بېلابېلو روايتونو له مخې وړاندې کړي دي، ستايلې ده.

القاسمي ويل: دا هڅې د خداي  دکتاب په خپرولو کې اغېزمنې دي او د تلاوت او حفظ اسانتيا برابروي، چې د څیړونکو، د قرآن حفظ کوونکو او له  قرآني علومو سره دلچسپي لرونکو لپاره يو معتبر او مستند غږيز مرجع ده.

 د شارجې حاکم  زياته کړې: دا نوښتونه د شارجې د قرآن د ټولګې  د ډېرو قرآني پروژو په لړ کې دي چې د نړۍ د مسلمانانو خدمت لپاره ترسره کېږي، او دا پروژې د چاپي او ډيجيټلي نشرياتو، ايپليکېشنونو او  اوسمهاله  ټکنالوژيو په بڼه پلي کېږي.

په پاي کې هغه له څېړونکو او د قرآن له زده‌کوونکو غوښتنه وکړه چې د رعد الکردي د مرتل قرآن ختم څخه ګټه واخلي او د قرآن خدمت، تعليم او د وحي د کلام د خپرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

باید ووئيل شي چې رعد الکردي، چې د عراق کرد قاري دی، په ۱۹۹۱ کې په شمالي عراق کې د «کرکوک» ښار کې زېږېدلی دی، هغه په ماشومتوب کې ډېرو قرآني سياليو کې ګډون کړی او لومړی مقام يې ګټلی دی.

هغه په ۲۰۰۷ کې، کله چې ۱۵ کلن و، د کرکوک ښار د «امام شافعي» مسجد امام جماعت شو او څو ځله ئې په دغه مسجد کې د جماعت لمنځونو په مراسمو کې د قرآن تلاوت کړی دی.

آماده//رونمایی از قرآن مرتل «رعد الکردی» در امارات

دا عراقي قاري په ابوظبئ کې د «شيخ زايد» لوی مسجد، په  دبۍ کې د «احمد الحبي» جامع مسجد او په کويت کې په مسجدونو کې د جماعت لمنځونو په مراسمو کې د قرآن تلاوت کړی دی، په ځانګړي ډول په رمضان مبارکې میاشتې  کې، او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دلچسپي اخيستونکي د هغه مرتل تلاوتونه تعقيبوي.

https://iqna.ir/fa/news/4305904

captcha