IQNA

د قرآني سورو عملي ځانګړتیاوې

د فجر سوره؛ د امام حسين (ع) سوره او د آرامښت او برکت دروازه(غږ)

14:49 - September 23, 2025
د خبر لمبر: 3491746
ایکنا – د قرآن کریم  فجر سوره ، چې يوه مکی سوره ده  او ۳۰ نوراني آيتونه لري، په اسلامي روايتونو کې ځانګړی مقام لري؛ دا سوره  له حضرت امام حسين (ع) سره تړاو لري او د هغې  تلاوت د برکت، ارامښت او مغفرت سرچينه ګڼل شوې ده.

د فجر مبارکه سوره د قرآن کريم  یوه ارزښتناکه سوره ده چې د خپلو ژورو مضمونونو په دلیل  تل د مفسرانو، عارفانو او د اهل بيت علیهم السلام  د مينه والو پام ورته اوښتی دی.دا سوره، چې په مکې کې نازله شوې ده او مکی سوره شمیرل کیږي،د قرآن کريم ۸۹ سوره ده او ۳۰ نوراني آيتونه لري،د توحيدي او اخلاقي پيغامونو ترڅنګ، له حسيني قيام سره د ځانګړي تړاو او د حضرت امام حسين (ع) د مقام له امله په شيعه روايتونو کې ځانګړی ځای لري. سترو ديني عالمانو او معتبرو روايتي سرچينو د دغې سورې د تلاوت او له ځان سره د درلودلو لپاره ډیر فضيلتونه او برکتونه بيان کړي دي، لکه د ځانګړو  شپو ورځو په تلاوت، د «نفس مطمئنه» مقام سره ئې تړاو، او معنوي او دنيوي اغېزې لکه د زړه ارامښت، د خداي په امان کې پناه موندل او حتی په اولاد زېږولو کې ئې برکت او رحمت.

د ګناهانو بخښنه:

په يوه حديث کې د رسول الله (ص) له قوله راغلي دي؛هرڅوک چې د ذي‌الحجې د لومړۍ لسيزې په شپو ورځو کې د فجر سوره ولوستل شي، د هغه ګناهانې  به وبخښل شي، او که په نورو شپو ورځو کې ئې ولوستله، نو دا به د قيامت په ورځ د هغه لپاره د نورانيت سبب شي.» (مجمع‌البيان، ۱۰م ټوک، ۳۴۱ مخ)

وروستئ خبره:

د فجر مبارکه سوره ،د قرآن کريم د نورو سورو ترڅنګ خپل لوړ مقام لري او د حضرت امام حسين (ع) سره د ځانګړي تړاؤ له امله، د الهي معارفو يوه  بې‌ساري  ځلا په خپل زړه کې لري. د دغې سورې تلاوت، تدبر او د هغه په تعليماتو عمل کول نه يوازې د زړه د نورانيت او د ګناهونو د بخښنې سبب کېږي، بلکې په رواياتو کې دې ته د ژورو معنوي او دنيوي اغېزو لکه د خداي په امان کې پناه موندل او په نسل کې برکت هم ويل شوي دي. د رواياتو له لارې  فجر سورې ته کتل ،مونږ د يو  ژور حقيقت په لور هدایت کوي: د قرآن او عترت تلپاتې تړاو، چې د «نفس مطمئنه» او د عاشورا د قيام د ياد په بڼه  ئې ځلا موندلې. له همدې امله، له دغې سورې سره دوامداره اړيکه کولی شي د هر مؤمن لپاره د هدايت څراغ، د زړه ارامښت او د آخرت لپاره يوه پانګه شي.

https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4305585

captcha