د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د saphirnews د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه مظاهرې چې پرون په پېرس كښې د امريكې د سفارتخانې په خوا كښې وشوې د ګډون كوونكو او پوليسو ترمېنځ په نښته تمامې شوې.
مظاهر كوونكو په دغه احتجاجی مظاهره كښې چې د فرانس قضائی چارواكو هغه بې له اجازته بللې ده غوښتل چې د امريكې د سفارت په لور حركت وكړی چې د پوليسو له خنډونو سره مخامخ شول.
د فرانس د قضائی چارواكو د رپوټ له مخې له ګډون كوونكو څخه تقريباً ١٥٠ تنه ونيوې شول چې يوازې دوه تنه چې د هغوی په قول په پوليسو او د امريكې د سفارت په كاركنانو باندې یې د حملې اراده لرله دنيول او باقی نور كسان له نيول كېدو او د كړو وړو له معلومولو نه پس ازاد شول.
له دغو نښتو وروسته د فرانس د مسلمانانو شورا د يوې بيانیې په جاری كولو سره د احتجاج د څرګندولو لپاره له تشدد نه كار اخېستل د اسلامی تعليماتو په خلاف وبلل او تاكيد یې وكړ: اميد لرو چې د فرانس حكومت دې له تشدد څخه د استفادې لپاره د ځينو كسانو اقدامات د دغه هېواد د ټولو مسلمانانو روحيه ونه بلی.
د پېرس د ستر جومات مشر دليل بوبكر هم په يوه ټيلی ويژنی مركه كښې په پوليسو باندې د ځينو مظاهر چيانو حمله د نۀ قبول وړ وبلله.
له دې مخكښې د فرانس د اسلامی تنظيمونو په بيله بيلو بيانيو په جاری كولو سره د اسلام په خلاف له سپكاوی نه د ډك فېلم د غندلو په ترڅ كښې د فرانس له ټولو مسلمانانو څخه غوښتی وو چې د خپل ارامښت خيال دې وساتی او د تشدد او تاوتريخوالی او تفرقې د رامنځته كولو لپاره دې د ځينو عناصرود دسيسو او سازشونو ښكار نۀ شی.
1099164