د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزير سيدمحمدحسينی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د حج د اونۍ رارسيدو ته په اشارې سره ووئيل: د ايران اسلامی جمهوريت دا فيصله كړې ده چې په كلتوری او فرهنګی اړخونو كښې هم زائرانو او حاجيانو ته يولړ خدمات وړاندې كړی او ترهغه حده پورې چې هغۀ ته اجازه وركوله كیږی، د اسلامی امت په روښان فكرۍ او وحدت كښې كوشش وكړی.
د اسلامی كلتور او ارشاد وزير د حج د مباركې سورې ٢٨آيت ته په اشارې سره چې فرمائی لِیَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ يعنې ((چې د خپلو ګټو كتونكی واوسی)) ووئيل: داسې دې نه وی چې خلك مكې ته لاړ شی او راستانۀ شی او هیڅ ګټه او لاسته راوړنه ونلری، قطعاً پكار دی چې د حج سفر د اسلام د نړۍ سره د خلكو د لازياتې آشنائۍ او بلدتيا سبب شی او حاجيان د وحدت يو واحد نظر ته ورسی، دا زمونږ غوښتنې دی البته په دې لړ كښې يوشمير محدوديتونه هم شته دی.
دوی ووئيل: البته مونږ فكر كوو چې د اسلامی نړۍ د عزت او سترتوب او د ستونزو د هوارولو لپاره د حج له ستر فرصت نه له دې نه زياته استفاده كيدې شياو ترخپله وسه مو هڅه وكړه چې خپل رول ولوبوو. 1100017