د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د آل سعود سركاری ځواكونو په العواميه ښار كښې عين الامام الحسين (ع) نومې جومات چې د سعودی عرب ستر او نامتو عالم ايت الله شېخ نمر باقر النمر به پكښې نمونځ ادا كوۀ ويجاړ كړ.
د آل سعود امنيتی ځواكونو د يو كس لخوا د عېن الامام الحسېن (ع) د جومات د مالكيت له دعوې كولو وروسته په دې تېره هفته د دغه جومات متولی حاجی مجيد حسن النمر ونيوۀ. هغوی ګواښ وكړ چې يا به جومات ويجاړوی او يا به هغه په قېد كښې ساتی.
دا په داسې حال كښې دی چې د العواميه ښار د اوسېدونكو په ګواهۍ سره د دغه جومات زمكه وقف شوې ده او د وقف زمكې مالكيت له چا كس سره تعلق نۀ لری.
د سعودی عرب ځواكونو دوه مياشتې مخكښې په يو لړ له تشدد نه په ډكو عملياتو كښې ايت الله شېخ نمر ونيوۀ .شېخ نمر په دغو عملياتو كښې په ډزو سره زخمی شو. د هغۀ كورنۍ تاكيدكړے دے چې شېخ نمر د لوګتړ په دليل د سلامتيا په مناسب حالت كښې نۀ دے.
1099146