د ايران د تبريز ښار ښاروال عليرضانوين دغه ښار ته د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال سره په خبرو كښې د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د ترسره كولو په هكله څرګنده كړه: ما پخپله هڅه وكړه چې په دغه قرآنی برنامه كښې هره ورځ څو ګنټې ګډون وكړم او تلاوتونه واورم.
دوی په دوام كښې ووئيل: د كارپوهانو په وينا، د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك د بين المللی مقابلو څلورمه دوره هم له كيفيتی نظره او هم د كميت له نظره ډيره پرمختللې وه. او هيله من يم چې دغې مقابلې به د اسلامی امت د وحدت او اتحاد لپاره يوه زمينه وی.
نوين ووئيل: د اجرائی مسائلو له نظره ټولې چارې په ښه ډول ترسره شوې او هيله من يو چې د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك د بين المللی مقابلو له څلورمې دورې له تجربو او لاسته راوړنو څخه په راتلونكو دورو كښې هم ګټه اوچته شی چې د قرآن كريم په شان كښې داشان ښكلی مراسم ترسره شی. 1101155