IQNA

د قاهرې په ناسته كښې د سورئې له كړكيچ نه د خلاصی لپاره د ايران وړانديزی پلان

23:14 - September 18, 2012
د خبر لمبر: 2414693
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو وزير د قاهرې په څلور اړخيزه غونډه كښې د سورئې د كړكيچ د ختمولو لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت وړانديزی كړنلاره او نقشه پيش كړه.
د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی د ايران، مصر، عربستان او تركیې د بهرنيو چارو چارو د وزيرانو په څلوراړخيزه غونډه كښې كښې د سورئې د كړكيچ د ختمولو لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت وړانديزی كړنلاره او نقشه پيش كړه.
دوی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د سورئې د خلكو برخليك پكار دی د ځمكنۍ بشپړتيا، خپلواكۍ، ملی حاكميت او وحدت د حفاظت په چوكاټ كښې د پخپله د هغوی په لاس وټاكل شی، څرګنده كړه: د سيمې هيوادونه دې د ټولو موجودو وسائلو او وړتياؤ په استعمالولو او په پايدارې هم خيالۍ سره د دغه چلن د عملی كيدو ضمانت وركړی.
صالحی د سيمې په امنيت او ثبات باندې د تندلارو بهيرونو د وسله وال شتون د تبعاتو او اثراتو په نسبت د سيمې د زياترو هيوادونو په اندیښنې باندې په ټينګار سره ووئيل: مونږ باوری يو چې بندون ته د سياسی حل لارو رسيدل، په مختلفو ډولونو د فتنې د جوړيدو او ګاونډيو او د ټولې سيمې هيوادونو ته د هغې د خوريدو زمينه جوړيدې شی. 1101175
captcha