IQNA

د اسلامی مقدساتو له توهين سره د مقابلې اصلی ذمه واری د اسلامی حكومتونو په غاړه ده- مبشر دلاور خټك

21:14 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415529
نړيواله ډله: ولسی احتجاجونه په خپل ځاے ښۀ دی چې غربی حكومتونو ته وښئ چې مسلمانان د خپلومقدساتو د توهين په وړاندې غلی نه كښېنی، خو د مسلمانانو د مقدساتو په حقله له ګستاخيو او توهينونو سره د مقابلې اصلی ذمه واری د اسلامی حكومتونو په غاړه ده.
په ايران كښې د محصيلينو د قرانی نړيوالو سياليو په څلورمه دوره كښې د قرائت په برخه كښې د پاكستان نمائنده قاری مبشر دلاور خټك دايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: احتجاجونه په خپل ځاے ښۀ دی چې غربی حكومتونو ته وښئ چې مسلمانان د خپلومقدساتو د توهين په وړاندې غلی نه كښېنی خو دغه احتجاجونه يوه موده پس په خپل ختم شی او مسئله اوموضوع هم ورو ورو هېره كړې شی.نو ځكه داسې واقعات دا تقاضا كوی چې د داسې بې حرمتيواو ګستاخيو د مخه نيولو لپاره اسلامی حكومتونه په عالمی سطح باندې ټهوس او جدی اقدامات وكړی.
قاری مبشر خټك زياته كړه: همدارنګ پكار دی چې نړيوال اسلامی تنظيمونه په تېره بيا د اسلامی تعاون تنظِيم د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف مضبوط موقف غوره كړی او دا مسئله د ملګرو ملتو په شان په نړيوالو تنظيمونو كښې مطرح كړی.
هغۀ زياته كړه: پكار دی اسلامی حكومتونه يوازې د دغې دردوونكې واقعې په تش غندلو او بيانونو وركولو باندې بسنه ونكړی بلكې د امريكې په حكومت باندې دباوونه راوړی چې د دغه ګستاخانه فېلم جوړوونكو او تقسيموونكو ته سختې سزاګانې وركړی او كه داسې ونكړی نو اسلامی حكومتونه دې له امريكې سره په خپلوتعلقاتو كښې بيا كتنه وكړی.
هغۀ وويل چې اكثر اسلامی حكومتونو په تېره بيا د اسلامی تعاون تنظيم د خپل غېر منظم والی او د غړيو ترمېنځ د نۀ غږملتيا په وجه د دغه ګستاخانه فېلم په مقابل كښې څه مضبوط عمل ونكړ لكه څنګه چې یې د برما د مسلمانانو په اړه څه خاصه كاركردګی ونۀ ښودله. او يوازې د ايران اسلامی جمهوری حكومت دے چې د داسې واقعاتو په خلاف په سركاری سطح باندې مضبوط قدمونه وچتوی چې د ستائېنې او د نورو اسلامی حكومتونو لپاره د تقليد وړ چاره ده.
مبشر خټك وويل چې كه څه هم ددغه امريكائی او صهيونېسټی فېلم څخه د اسلام د دښمنانو اهداف د د اسلام او مسملانانو په بد شكل كښې كښې ښودل او په مسلمانانو ملكونوكښې ناامنۍ رامنځته كول او د مسلمانانو له جذباتو سره لوبې كول دی خو دوی به په دغو سپېرو اهدافو كښې هیڅكله كامياب نۀ شی.
1102259
captcha