د قرآنی كارونو ډله: د ايران د اسلامی شورا د جرګې د قرآن او عترات د فراكسيون مشرې د پيغمبراكرم(ص) د حرمت د سپكاوی په اعتراض كښې د ايران د قرآنی ټولنې په غونډه كښې څرګنده كړه: كۀ څۀ هم د رسول پاك(ص) د مقدس شخصيت په هكله له دغه سپكاوی نه زمونږ د ټولو زړونه مات شوی دی خو قرآن مونږ ټولو ته ډاډينه راكړې ده او برياليتوب د مسلمانانو په برخه بولی.
د ايران د اسلامی شورا د جرګې د قرآن او عترت د فراكسيون مشرې لاله افتخاری د پيغمبراكرم(ص) د حرمت د سپكاوی په كيدو باندې په اعتراض كښې د هيواد د قرآنی ټولنې په غونډه كښې چې نن د تهران په فلسطين چوك كښې د امام جعفرصادق(ع) نومی جومات مخې ته ترسره شوه، د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) ساحت ته د سپكاوی د كيدو په مناسبت د تسليت په وئيلو سره په يولړ ويناؤ كښې ووئيل: د بشريت او هر يو پتيالی انسان زړه له دغه سپكاوی نه خوږیږی او انسان د پيغمبراكرم(ص) او د حضرت صاحب الزمان(عج) په وړاندې له مخكښې نه لازيات بې تابه كیږی او مونږ په دې وجه شرمیږو چې موجود يو او دا اقدمات بڼه نيسی.
دې په دوام كښې ووئيل: هغه پيغمبر چې د رحمت پيغمبر دے، هغه پيغمبر چې رؤف او رحيم دے، هغه، چې راغے د انسان لاسونه د ګناه او د جهالت له زولنو نه خلاص شول، هغه پيغمبر چې د انسان د هدايتولو په لاره كښې ئې ژوند په خطر كښې پريوت خو دغه لاره ئې پرې نښودله، هغه چې خاتم الانبياء دے، هغه چې له آدم(ع) نه تر ابراهيم عليه السلام او له حضرت ابراهيم(ع) نه ترخپله وخته پورې د ټولو الهی پيغمبرانو عصاره وه او د هغۀ په وجود كښې ټولې نيكۍ او خوبۍ د كمال حد ته رسيدلې وې، د بې عقلو جاهلانو لخوا ئې سپكاوے شوے دے.
د ايران د اسلامی شورا د جرګې د قرآن او عترت د فراكسيون مشرې څرګنده كړه: كۀ څۀ هم د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی(ص) د مقدس ساحت او شخصيت په هكله له دغه سپكاوی څخه زمونږ د ټولو زړونه مات شوی دی خو قرآن كريم مونږ ټولو ته هيله او ډاډينه راكړې ده او كاميابی د مسلمانانو په برخه بولی او پيغمبراكرم(ص) ته زيرے وركوی چې له دغو سختيو او مشكلاتو نه دلګير او خفه نشی. 1102939