د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رویټر خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د پاكستان د رېلوۍ وزير غلام احمد بلور پرون د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه په يو اخباری كانفرنس كښې وويل: هر چا چې د خداے دګران رسول (ص) په شان له ګستاخۍ نه ډك فېلم جوړونكے وواژۀ نو په ذاتی توګه به ورته يو لك ډالره انعام وركوم.
هغۀ همدارنګ وويل: كه مې دغه كس ته لاس ورسېد نو خپله به یې هلاك كړم او بيا به ځان پانسۍ ته پېش كړم.
دا په داسې حال كښې دی چې د دغه ګستاخانه فېلم په خلاف د پاكستان په شمول په مختلفو هېوادونو كښې مظاهرې دوام لری
1104628