IQNA

د تلی د مياشتې لومړۍ نیټه "د اوسنی دين فلسفه" كانفرنس د مقالو لیږلو اخرنۍ نیټه ده.

21:19 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419773
د تفكر ډله: د تلی د مياشتې لومړنۍ نیټه "د اوسنی دين فلسفه" كانفرنس د مقالو لیږلو اخرنۍ نیټه اعلان شوه چې د ليندې د مياشتې په دريمې او څلورمې نیټې په تهران كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، "د اوسنی دين فلسفه" كانفرنس د ليندې د مياشتې په دريمه او څلورمه نیټه چې د 2012كال د دسمبر د مياشتې 23 او 24 نیټې سره سمون لری او د صفرې د مياشتې نهمې او لسمې نیټې سره سم دی، د ايران د فلسفې د انجمن او د انسانی علمونو او كلتوری مطالعاتو د څیړنځای په مرسته په تهران كښې ترسره كیږی، مينه وال یې كولې شی چې د تلی د مياشتې په تر لومړۍ نیټې خپلې مقالې د دې كانفرس دبيرخانې ته ولیږی.
د كنفرانس موضوعات، دينی تكثر ګرايی، الهيات او شر، د دينی باورونو عقلانيت، د دين په محور د ختیځ او لويدیځ خبرې اترې، د كلتورونو تر مينځ مطالعه او د اوسنی دين فلسفه، دين او ټيكنالوجی او د اوسنی دين په فلسفه كښې د دينی هنر ځای، دی.
حميدرضا آيت اللهی، سيدحسن حسينی، قاسم پورحسن، محمد سعيدی‌مهر، محمد ايلخانی، محسن جوادی، محمد محمدرضايی، احد فرامرزقراملكی، محمود خاتمی، حجت الاسلام و المسلمين رشاد، لگنهاوزن، غلامحسين خدری، الوين پلانتينگا، پيتر وان اينواگن و تيم ا.ُكانر، د دې كانفرنس علمی غړی دی.
«philorconf.org» او ايميل یې «philorconf@gmail.com» دی چې مينه والې ورسره اړيكې ساتلې شی.
1106847
captcha